د بريتانيا کارپوه: ډيموکراتيکه سرمشريزه د امريکا لخوا د چين او روسيې پر وړاندې د سړې جګړې پيل دی
cri2021/12/10 15:56:27
شريکول:

د بريتانيا د نوې سړې جګړې ضد ډلې غړې او ليکوالې فيونا يډورډس چينا ډيلې ورځپاڼې ته ويلي، چې امريکا په ډيموکراتيکه سرمشريزه کې هغو هېوادونو او سيمو ته بلنه ورکړې، چې له امريکا سره يې په ګډه په عراق، افغانستان او ليبيا کې ميليونه وګړي وژلي دي. دوی د يو داسې نړيوال کنفرانس تر سره کولو حيثيت نه لري چې چين ته ډيموکراسي او بشري حقوق وروپېژني. بريتانيا د چين هانکانګ د څه باندې سلو کلونو لپاره اشغال کړی و، خو هيڅکله يې هانکانګ ته ډيموکراسي نه ده وه ورکړې.

هغې زياته کړې، چې دغه غونډه يوازې د امريکا لخوا د چين او روسيې پر وړاندې د سړې جګړه پيل دی.