د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د ډسمبر په نهمه نېټه په خپلو خبرو کې وویل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د المپيک نړيوالې کمېټې بلنه ترلاسه کړې او د بېجينګ د المپيک په ژمنيو لوبو کې به ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې انټونيو ګوټريس د ۲۰۰۲م کال د امریکا د سالټ لېک د المپيک له ژمنيو لوبو راهيسې د المپيک لوبو په هره دوره کې ګډون کړی او د بېجينګ ژمنيو لوبو کې به هم برخه واخلي.