د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د ډسمبر په لسمه نېټه د جرمني له صدراعظم اولاف سچولز سره وکتل او دواړو خواوو د اروپايي ټولنې د اقتصادي احيا په شمول د ځينو مسئلو په اړه بحثونه وکړل. دا د جرمني د نوي صدراعظم د دندې تر اخيستلو وروسته د سچولز لومړی بهرنی سفر دی.
دواړو مشرانو په کتنه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي احيا، کډوالو، نويو انرژيو، د اروپايي ټولنې د سرحداتو د ادارې او کنټرول، د افريقايي ټولنې او اروپايي ټولنې تر منځ د سرمشريزې د تياریو او د روسيې او اوکراين ترمنځ د اړيکو په اړه بحثونه وکړل.
ماکرون له دغې کتنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د سچولز دغه سفر نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو د پياوړتيا لپاره کلک بنسټ کېښود، بلکې په مهمو اروپايي او نړيوالو چارو کې به د دواړو خواوو ترمنځ د همغږۍ لپاره ګټور وي.