چين په اولمپيک ژمنیو لوبو کې د بېلابېلو خواوو د ګډون هرکلی کوي
cri2021/12/11 14:48:14
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بينګ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه په مطبوعاتي‌ ناسته کې وويل، چې چين د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو او اړوندو شخصيتونو هرکلی کوي‌، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ په اولمپیک ژمنیو لوبو کې ګډون کوي. چين غواړي‌ له بېلابېلو خواوو سره د (( یووالي )) روحيه  عملي کړي او د اولمپيک چارو لپاره نوی خدمتونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوټريس وياند په دې وروستیو کې اعلان کړ، ‌چې ګوټريس به د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو کې  حاضر شي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون وويل، چې اولمپيک لوبو ته باید سياسي رنګ ورنه  کړل شي. د روسيې مرستيال صدراعظم دميتري چېرنيشنکو وويل، چې امريکا غواړي‌ د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته سیاسي رنګ ورکړي، خو هغه به بريالی نه شي.

وانګ ون بينګ وويل، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړيوالو لوبغاړو او مينه والو لپاره ښه فعالیت او صحنه ده. اوس د زیاتېدونکو هېوادونو حکومتونه او اولمپيک کميټې په علني ډول له بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ملاتړ څرګندوي.