د امريکا د تش په نوم ډيموکراتيکې سرمشريزې په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګندونې
cri2021/12/11 15:14:45
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د امريکا د تش په نوم ډيموکراتيکې سرمشريزې په اړه وويل، چې دغه تش په نوم سرمشريزه د ډيموکراسۍ په پلمه ډيموکراسۍ ضد کړنه ده. د امريکا دغې سرمشريزې د خپلې بادارۍ د ساتلو لپاره د نړۍ بېلتون او مقابلې راپارولې او د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو په مرکزيت نړيوال نظام ته يې زيانونه رسولي دي. د امريکا دغه کړنې د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره مخ دي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه، چې د پيسو او هويت سياست، د سياسي ګوندونو ترمنځ دښمنۍ، د سياست د قطبي کېدو، د ټولنې د ټوټه کېدنې، نژادي مسئلې او د شتمنو او بېوزلو ترمنځ د توپير په شمول د امريکا د ډيموکراسۍ ډېرې ستونزې او نيمګړتياوې ښکاره او سختې شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې  امريکا د خپلو معيارونو له مخې د نړۍ هېوادونه په تش نوم ډيموکراتيکې ډلې او غېر ډيموکراتيکې ډلې وېشلي او د دوی ترمنځ دښمني او مقابله يې راپارولې ده. ده ټینګار وکړ، چې د امريکا دغه کړنې به نړۍ ته لويې ګډوډۍ او مصیبتونه ورسوي او خامخا به د نړيوالې ټولنې له سختې غندنې او مخالفت سره مخ شي.

هغه  دا هم وویل، چې د کرونا وبا او نورو ګډو نړيوالو ننګونو پر وړاندې  نړيواله ټولنه د ملګرو ملتونو د منشور په اساس د نړيوالو اړيکو د اصولو پر بنسټ د يووالي او همکارۍ پياوړتيا ته اړتيا لري. چين غواړي له نورو هېوادونو سره د سولې، پرمختګ، عدالت، برابرۍ، ډيموکراسۍ او ازادۍ په شمول د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه وساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.