اقتصادي پرمختګ بايد د خلکو د ژوند د خونديتوب بنسټ وي
CMG2021/12/11 09:25:15
شريکول:

نړيوال اقتصادي پرمختګ په ۲۰۲۱م کال کې د کرونا وبا تر اغيزو لاندې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې ستر رول لوبوي. د نړيوال پولي فورم ۱۸مه کلنۍ غونډه د ډسمبر په ۴مه نېټه تر سره شوه او پکې نړيوال پولي او پرمختيايي راپور خپور شو. په دغه راپور کې اټکل شوی، چې په ۲۰۲۱م کال کې به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي انډول پنځه اعشاريه نهه سلنه وي او د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې به د چين خدمتي انډول په سلو کې شپږويشت اعشاریه درې ته ورسېږي، چې دا به د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات وي. دغه راز، ۲۰۲۱م کال د چين لپاره هم ډېر مهم کال دی. ځکه دغه کال د چين د څوارلسم پنځه کلن ملي پرمختيايي پلان د پلې کېدو لومړی کال دی. د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱م کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چين د کورنيو چارو عمومي اندازه ۸۲۳۱۳ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه اته زياتوالی ښيي.

په دغې شمېرې کې د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې د چين اقتصادي پرمختګ د خلکو د ژوند د خونديتوب سبب ګرځېدلی دی. د چين د شمېرنې ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د چين په سږنۍ ملي بودجې کې د ښوونې لګښت ۳۰۶۱ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته، د ټولنيز ضمانت او روزګار لګښت ۳۴۴۲ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو يوانو ته او د طب او روغتيا لګښت يې ۱۸۶۵ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی. د سږ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې، د چين په ښارونو او علاقه داريو کې ۱۱ ميليونه او ۳۳۰ زره نوی کاري فرصتونه  پيدا شوي او په دې سره چين د روان کال موخې ته رسېدلی دی. په چين کې کابو يو ميليارډ او ۳۶۰ ميليونه کسان له بنسټيزو طبي بيمو څخه ګټه اخلي، چې په دغو بيمو کې د خلکو د ګډون انډول په سلو کې پنځه نوي ته رسېدلی دی. د چين د زړو کسانو د روزنې په بيمو کې د خلکو د ګډون شمېر يو ميليارډ او اووه ميليونو کسانو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د دغه هېواد په عمومي نفوس کې په سلو کې نوي ته رسېدلی دی. يادې شمېرې د عامو وګړيو له ژوند سره نژدې اړه لري او ورڅخه څرګندېږي، چې چينايان د هېواد له اقتصادي پرمختګ څخه ډېرې ګټې اخيستې دي.

چين همېشه د خپل هېواد د پرمختګ تر څنګ د بشري ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکورې د تطبيقولو لپاره کوښښونه کوي او په نړيوالو چارو کې د مسؤلانه هېواد په توګه مثبت رول لوبوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د بيا اعاده کېدو د۵۰مې کاليزې د يادونې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون پر لارې ټينګار وکړي او تل به د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی وي. ټوله نړۍ بايد د دې لپاره هڅې وکړي، چې خلک څنګه کولی شي، چې د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ څخه لا زياتې ګټې پورته کړي.

چين نه يوازې په دې برخه کې وړانديز کړی، بلکې د دې لپاره يې جدي تدبيرونه هم نيولي دي. په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د اوميکرون ويروس د خپرېدو په مناسبت اندېښمنه ده. چين افغانستان ته د کويډ ـ۱۹ ضد واکسينونو او سرنجونو په شمول بيړنۍ مرستې د ډسمبر په اتمه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې د افغانستان د پلازمينې کابل نړيوال هوايي ميدان ته انتقال کړې. د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د دغو مالونو د ورکونې په مراسمو کې وويل، چې  کرونا وبا، په تېره بيا اوميکرون ويروس د دغه هېواد د طبي سيستم پر وړاندې ننګونه ده او د چين مرستندويه واکسينونه به په دې برخه کې د افغانستان توان لوړ کړي، نو د همدې په پار يې له چين څخه ډېره مننه وکړه.


 د چين خلک او حکومت تل د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه افغان دوستانو ته پاملرنه کوي. افغانستان اوس د کرونا وبا او اقتصاد له زياتو بشري ستونزو سره لاس او ګېوان دی. په افغانستان کې له سياسي تحول راهيسې، چين د واکسينونو، خوراکي توکو، ژمنيو موادو، طبي مالونو او د خلکو د ژوند د پروژو په شمول ډېرو ساحو کې له دغه هېواد سره مرستې کړي او ډول ډول مرستندويه مالونه يې د اورګاډيو، موټرونو او الوتکو له لارې د افغانستان د عامو وګړو تر لاسونو رسولي دي. د ۱۰۰۰ ټنو په وزن د چين بېړنۍ مرسته د نومبر په شلمه نېټه د چين د شينجيانګ له خورګوس بندر څخه افغانستان ته وليږدول شوه. دغه مرستندويه توکي په اورګاډي کې لومړی د ازبکستان ترمز ښار ته انتقال شول او له هغه ځایه په موټرونو کې افغانستان ته وليږدول شول. د دغو مرستندويه توکو نيمه برخه (۵۰۰ټنه) د روانې مياشتې په پيل کې د افغانستان د بلخ ولايت حيرتان بندر ته رسېدلې او پاتې نيمه برخه به یې په نژدې راتلونکې کې انتقال شي. په دغو مالونو کې د وچې ډوډۍ، شېدو چای په شمول ځيني خوراکي توکي، جمپرونه، بوټان او شړۍ شاملې دي او ټول يې له ژمي څخه د تېرېدو لپاره ضروري شيان دي. دغه توکي به په روان سوړ ژمي کې د افغان دوستانو پر وړاندې ستونزې کمې کړي.


کله چې خبري رسنيو اړوند خبرونه په خبري رسنيو کې خپاره کړل، نو زياتو افغانانو د مشهور شاعر دروېش دراني په شعر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې وستايلې:

که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو

 دا کاڼي به لعلونه شي او دا بوټي به لونګ شي

 دغه بيت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اړيکو او همکاريو ښه نمونه ده.


( ليکواله: غوټۍ، د چين ميډيا ګروپ خبرياله )