د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د چين د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لويې ناحيې ساينسي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې اوس په نړۍ کې د سلو کلونو بې ساري بدلونونه روان دي او د ساينس او تکنالوژۍ نوښت فعال دی او د علمي تکنالوژۍ او صنايعو اصلاحاتو پر نړيوال اقتصادي جوړښت ژورې اغېزې کړې دي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ لويه ناحيه بايد د تکنالوژۍ د نوښت د نړيوال مرکز په لوري پرمختګ ومومي او د نويو صنايعو د ودې لپاره بايد خدمتونه وکړي. هغه زياته کړه، چې چين هيله لري د نورو هېوادونو له ساينسپوهانو او اړوندو نړيوالو سازمانونو سره تګ راتګ او همکارۍ زياتې کړي، څو د نړۍ د ساينسي چارو د پرمختګ لپاره ګډ خدمتونه وکړي او انسانانو ته ګټې ورسوي.