د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو د شلمې کليزې د يادونې فورم تر سره شو
cri2021/12/11 15:04:18
شريکول:

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شامېلېدو د شلمې کليزې د يادونې فورم په ځايي وخت د ډسمبر پر لسمه نېټه د سويس په جنېوا کې په انلاين ډول تر سره شو. د نوموړي سازمان عمومي مديرې نګوزي اوکونجو ايويلا د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. نوموړې په خپله وينا کې هيله وښوده، چې چين به په پر له پسې توګه د څواړخيزې سوداګرۍ د ميکانيزم د بيا سمسورتيا په هڅولو کې رغنده رول ولوبوي.

نګوزي اوکونجو ايويلا وويل، چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين شامېلېدل د څو اړخيزې سوداګرۍ د ميکانيزم په تاريخ کې ډېر مهم کار بلل کيږي. چين د نړيوالې سوداګرۍ د يووالي کېدو له لارې د هېواد د پرمختګ د پياوړتيا يوه ښه بېلګه ګرځېدلې ده. د چين اقتصادي پرمختګ له بېوزلۍ څخه د چينايانو او د دغه هېواد د سوداګريزو ملګرو د خلکو په شمول زيات کسان ژغورلي.