روسيې لوېديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې په ناټو کې اوکراين شامل نه کړي
cri2021/12/11 15:04:27
شريکول:

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۱۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل، که اوکراين په ناټو کې شامل شي،‌ نو روسیې ته به لوی پوځي‌ ګواښ  پېښ کړي. روسيه لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری  ورکړی، چې په ناټو سازمان کې اوکراين شامل نه کړي.

په ياده اعلاميه کې دا راغلي، چې په ناټو کې د اوکراين شامېلېدل یوازې د دغه هېواد او لوېديځو هېوادونو چارې نه دي. که چېرې د اوکراين په خاوره کې د توغنديو سیستم ځای پر ځای شي، نو روسیې او دغې سيمې ته به ستر پوځي ګواښ  رامنځ ته کړي او حتی اروپايي سيمې ته به ستر  سرخوږی جوړ کړي.