د چین مرکزي اقتصادي کلنی کاري کنفرانس د ډسمبر له ۸مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه کنفرانس کې ګډون او وينا وکړه.
په ياد کنفرانس کې دا راغلي، چې د چين د اقتصاد د دايمي ثبات او پرمختګ وضعيت به وساتل شي. سږکال د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ او د کرونا وبا ضد برياليتوب په نړۍ کې غوره والی لري. په عین وخت کې بايد د چين د اقتصادي پرمختګ فشار هم وکتل شي او د ستونزو د حل لپاره دې هڅه تر سره شي.
په ياد کنفرانس کې دا هم ویل شوي ، چې ګډ شتمنېدل يوه اوږدمهالې موخه ده او بايد قدم په قدم دغه موخه پوره شي.
په ياد کنفرانس کې دا هم زیاته شوې، چې د کاربن د ايستنې کمښت د چين د باکيفيته پرمختګ لپاره ډېر مهم کار دی او باید په کلکه توګه تطبيق شي.