يو شمېر هېوادونو له بېجینګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ملاتړ څرګند کړی
cri2021/12/11 15:00:22
شريکول:

 

يو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې له بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ملاتړ څرګند کړی، اولمپيک او سپورټي لوبو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره یې مخالفت کړی او باور يې ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د نړۍ سولې او پرمختګ ته وده ورکړي.

ونزويلا په يوه خپره شوې اعلاميه کې له  بېجينګ اولمپيک ژمنیو لوبو سره د امريکا د ډيپلوماتيک پرېکون غندنه وکړه او له امريکا څخه یې وغوښتل،‌ چې سمدلاسه سپورټي لوبو ته د سياسي رنګ له ورکولو څخه لاسه واخلي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا وويل، چې د امريکا له ډيپلوماتيک پرېکون څخه دا په ډاګه شوي، چې امریکا د خپلو ګټو لپاره د سپورټ نړيوال سيستم ويجاړوي او غواړي د خپل ايډيالوژيکي اصل له مخې د سپورټ نړیوال مقررات  بدل کړي.

د لاوس د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميه په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد حکومت د سولې او پرمختګ په چارو کې د سپورټي چارو مهم رول ته په  درنه سترګه ګوري. لاوس باور لري، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د سپورټي روحیې تر لارښوونې لاندې نړیوالې سولې، پرمختګ، دوستۍ، متقابل درک او ټول شموليت ته وده ورکړي.