د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا ډیموکراسۍ ضد کړنې وغندلې
cri2021/12/11 15:13:10
شريکول:

 د امريکا ولسمشر جو بايډن د ډیموکراسۍ په اړه د دغه هېواد لخوا په رابلل شوې سرمشريزه کې وينا وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر پر لسمه نېټه د نوموړي د وينا په اړه وويل، د امريکا هغه کړنې له ډيموکراسۍ څخه څرګنده سرغړونه ده، چې د خپلې بادارۍ د ساتلو لپاره د ډيموکراسۍ په پلمه په نړۍ کې بېلتون او مقابله راپاروي او د ملګرو ملتونو نړيوال سيستم او نړيوال نظام ته زيانونه رسوي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت دی، نه د جيوستراتيژۍ وسله. هغه دې ته اشاره وکړه، چې امريکا د خپلو معيارونو له مخې د نړۍ هېوادونه په تش نوم ډيموکراتيکې ډلې او غېر ډيموکراتيکې ډلې وېشلي او د دوی ترمنځ دښمني او مقابله يې راپارولې. ده ټینګار وکړ، چې د امريکا دغه کړنې به نړۍ ته لويې ګډوډۍ او مصیبتونه ورسوي او خامخا به د نړيوالې ټولنې له سختې غندنې او مخالفت سره مخ شي.