شل کاله کيږي، چې چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې شامل شوی. چين شل کاله مخکې د کلنۍ مستقيمې بهرنۍ پانګونې په نړيواله درجه بندۍ کې ۲۶م ځای ونيوه او په ۲۰۲۰م کال کې يې د نړۍ لومړی ځای نيولی دی. په تېرو مسلسلو پنځو کلونو کې د نړۍ په بهرنيو مستقيمو پانګونو کې د چين ونډه له لس سلنې نه زياته او دغه ونډه په ۲۰۲۰م کال کې شل اعشاريه دوه سلنې ته لوړه شوې ده.
د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو او سيمو کې د چين ۲۸ زرو پانګه اچوونکو ۴۵ زره تصدۍ جوړې کړي او د دغو تصديو د پانګو عمومي ارزښت ۷۹۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه د چيني پانګونو د پام وړ ټکي ګرځېدلي دي.