د چین او نیکاراګوا ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیل
cri2021/12/11 14:57:59
شريکول:

وروسته له هغه چې نیکاراګوا د تایوان سيمې له ادارې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو اعلان وکړ، چین او نیکاراګوا د ډسمبر په لسمه نېټه د خپلمنځي ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو اعلان وکړ. تر اوسه پورې د نړۍ ۱۸۱ هېوادونو له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي. دا په بشپړه توګه ثابتوي چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې نړيواله ګډه نظريه ، د نړۍ او خلکو ګډه هيله او د زمانې عمومي تمايل دی او هېڅ ځواک يې مخه نه شي نيولی.

په نړۍ کې يوازې يو چين شته، د چين د ولسي جمهوريت حکومت د چين هېواد د استازيتوب يوازینی قانوني حکومت دی او تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده. دا  تاریخي او حقوقي حقیقت دی او په نړیوالو اړیکو کې منل شوی معیار هم دی. په دې وروستيو کلونو کې د تایوان تش په نامه د ډيپلوماتيکو اړيکو درلودونکو هېوادونو په جلا جلا توګه له تایوان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو پرېکړه کړې ده او د چين له ولسي جمهوريت سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو او بيا پيلولو لاره یې غوره کړې ده. دا په بشپړه توګه څرګندوي، چې دوی د خپلو ملي ګټو او د خلکو د هیلو په اساس د اوسنيو نړيوالو حالاتو په اړه سم قضاوتونه کړي او د تاریخ په سم لوري  روان دي.

نیکاراګوا دا ځل بې له شرطه له چین سره ډیپلوماتیکې اړیکې بیا ټينګې کړې او ژمنه یې وکړه، چې له تایوان سره به هېڅ رسمي اړیکې نه ساتي او یا به رسمي تبادله نه کوي. دا یو ځل بیا ثابتوي چې د یو چین پېژندنې اصل د خلکو له ارادې سره سمون لري او د ننګونې وړ نه  دي. 

چين پر دې ټينګار کوي، چې ټول هېوادونه له اندازې پرته مساوي دي، د ټولو هېوادونو د خلکو حقوقو ته درناوی کوي، چې په خپلواکه توګه د پرمختګ لارې غوره کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي ملاتړ کوي. اوس مهال د چين او لاتينې امريکا او کارابين اړيکې په چټکۍ سره  ښه والی مومي . د چين او نیکاراګوا د دواړه هېوادونه به د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو له بيا پيلېدو وروسته د متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ وکړي، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

 د چين وحدت  یو تمايل دی او تايوان د امريکا د ځينو سياستوالو لپاره سياسي اله نه ده. هېڅوک بايد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې د چينایانو ټينګ هوډ او غښتلي توان ته په سپکه سترګه و نه ګوري.