يو شمېر روسي رسنيو د ډسمبر پر ۱۰مه نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، چې پخوا د روسيې په حکومت کې ګن شمېر د امريکا استخباراتي کارکوونکي کارونه کړي وه، امريکا وغوښتل، چې له دې لارې د روسيې په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د خبر له مخې، پوتين د ډسمبر پر ۹مه نېټه د دغه هېواد د ټولنې او بشري حقونو د پرمختګ کميټې په يوه غونډه کې وويل، چې د ۲۰مې پېړۍ د ۹مې لسيزې په منځ کې ګن شمېر امريکايانو د روسيې په حکومت کې د سلاکارانو حتی رسمي مستخدمينو په توګه کار وکړ، او وروسته په ډاګه شوي چې د امريکا استخباراتي کارکوونکي دي.
پوتين زياته کړه، چې دا يوازې د روسيې په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې يوه بېلګه ده، نورې پېښې ډېرې زياتې دي.