د ايران ولسمشر ابراهيم ريیسي د ډسمبر پر ۱۱مه نېټه د ايران په پلازمېنه تهران کې وويل، که امريکا پر ايران بنديزونه لېرې کړي، نو د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه مذاکراتو کي به تړون لاسليک شي.
د ايران د ولسمشرۍ دفتر د ويبسايټ د خبر له مخې، رييسي په همدې ورځ په سيمه ييزو هېوادونو کې د دغه هېواد له سفيرانو سره په يوه غونډه کې وويل، چې ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون اړوندو خواوو ته لايحه وړاندې کړی، چې خپل صداقت يې په ډاګه کړی. که امريکا هم موافقه ولري، نو د تړون لاسليک ته لاره هواره شي.