په امريکا کې هره ورځ‌ د کرونا وبا له ۱۰۰ زرو څخه زياتې نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
cri2021/12/12 15:04:14
شريکول:

د سینګاپور رسنۍ د ډسمبر پر ۱۲مه نېټه خبر ورکړ، چې په امريکا کې د کرونا وبا وضعيت بيا سخت شوی، په تېرو ۷ ورځو کې په کرونا وبا د نويو اخته شويو کسانو ورځنی شمېر له ۱۰۰ زرو څخه اوښتی، د بستر کېدو او مړينې شمېر هم ډېر زيات شوی.

د دې ترڅنګ،‌ تر اوسه پورې د امريکا په ۲۵ ايالتونو کې د اوميکرون پېښې پيدا شوي دي.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز د شمېرنې له مخې، د ډسمبر تر ۸مې نېټې پورې په تېرو ۷ ورځو کې هره ورځ له ۱۱۸ زرو او ۵۰۰ څخه زیات کسان په کرونا وبا اخته شوي، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۳۷.۳ سلنه زيات شوي. په همدې موده کې هره ورځ د مړينې شمېر له زر څخه اوښتی، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۲۷.۸ سلنه زيات شوی دی.