د چين د اقتصاد ثبات او پرمختګ
cri2021/12/12 14:09:34
شريکول:

د چین مرکزي اقتصادي‌ کلنی کاري کنفرانس د ډسمبر له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. نوموړی کنفرانس د بهرنيانو لپاره د چين د راتلونکي کال د اقتصادي تګلارو د پېژندلو کړکۍ بلل کيږي.

دغه کنفرانس د چين د اقتصادي پرمختګ څرګنده موخه وړاندې کړې، چې د اقتصادي ثبات ساتلو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي او د دې تر څنګ بايد پرمختګ وموندل شي.

د چين اقتصاد په روان کال کې د ثبات د ساتلو له تګلارو څخه ګټې اخيستي او د بېلا بېلو ننګونو پر وړاندې يې پرمختګ کړی. سږ کال په لومړيو ۳ ربعو کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۹،۸ زيات شوی، له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د لويو صنعتي تصديو د ګټو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۴۲،۲ زياته شوې، په تېرو يوولسو مياشتو کې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت له ۳ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو يوانو څخه اوښتی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۲ زيات شوی او په لومړيو لسو مياشتو کې د هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې ۱۱ ميليونه او ۳۳۰ زره کاري دندې زياتې شوي دي. دغه معلومات ښيي، چې د چين د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ وضعيت نه دی بدل شوی.

په نوموړي کنفرانس کې راغلي، چې چين به په راتلونکي کال کې د لوړې کچې ورخلاصون پياوړی کړي، د نړيوالو تصديو نورې زياتې پانګې به راجلب کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره به مداومې هڅې وکړي.