د سوداګرۍ نړيوال سازمان ۱۱۲ غړو د پانګونې د اسانه کېدو په اړه د خبرو اترو ګډه اعلاميه خپره کړه
cri2021/12/12 14:13:37
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، د چين په شمول د سوداګرۍ نړيوال سازمان ۱۱۲ غړو هېوادونو د ډسمبر پر لسمه نېټه (( د پانګونې د اسانه کېدو ګډه اعلاميه )) لاسليک کړه، چې له مخې به يې د ۲۰۲۲م کال له پای څخه مخکې د پانګونې د اسانه کېدو څواړخيز تړون د محتوياتو په اړه خبرې اترې پای ته ورسوي او بلاخره به دغه تړون لاسليک کړي.

د چين، اروپايي ټولنه، روسيه، جاپان، چيلي، برازيل او نايجريا په ګډون د سوداګرۍ نړيوال سازمان ځيني غړي هېوادونه د نوموړې اعلاميې په لاسليک کوونکو کې شامل دي او په دغه اعلاميه کې يې پر دې ټينګار کړی، چې د اوسنيو خبرو اترو د محتوياتو پر بنسټ به اړوندې خبرې اترې وکړي.

د شلو هېوادونو ډلې ( G20) په ۲۰۱۶م کال کې د چين په هانګ جو ښار کې د دغې ډلې په سرمشريزه کې (( د شلو هېوادونو ډلې د نړيوالې پانګونې لارښوونکي اصول )) لاسليک کړل. چين په ۲۰۱۷م کال کې د دغې لاسته راوړنې د تطبيق لپاره د سوداګرۍ نړيوال سازمان له ځينو غړو هېوادونو سره د اړوندو چارو د خبرو اترو مسئلې وړاندي کړي او بېلا بېلو خواوو په ۲۰۲۰م کال کې د دغو مسئلو په اړه رسمي خبرې اترې پيل کړي دي.