د نيکاراګوا ولسمشر اورتيګا د ډسمبر پر ۱۰مه نېټه په پلازمېنه ماناګوا کې د پوځي قومندانانو د ترفيع په مراسمو کې وويل، چې د نيکاراګو او چين ترمنځ د رسمي اړیکو بيا ټينګېده د دغه هېواد د خلکو لپاره يو ښه خبر دی.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ تاريخ ياد کړ. هغه وويل، چې اوس چين د اقتصاد، د خلکو د ژوند د ښه کولو او د ساينس او تکنالوژۍ په برخو کې ډېر چټک پرمختګ موندلی دی. چين د (( چين ـ لاتينې امريکا او کارابين سمندر هېوادونو د ګډې ټولنې فورم )) او نورو ميکانيزمونو له لارې له لاتينې امريکا او کارابين سمندر له هېوادونو سره اړيکو ته وده ورکړی.