په مرګونې لار تر ويجاړ کلي سفر
CMG2021/12/12 15:56:23
شريکول:

د کابل کندهار لويه لار د افغانستان د شل کلنې جګړې د اور ليکې په نوم يادېده او د دې جګړې تر ټولو لومړۍ خونړۍ ليکه وه، چې زرګونه بې ګناه انسانان پر همدې لارې ټپيان او وژل شوي دي. د جنګ تر وروستۍ ورځې دغه لاره په ماينونو پوښل شوې وه، خو د نړيوالو ځواکونو په راتګ د کورنيو قرداديانو لپاره دغه لار د زرو لاره وه. 

د کابل-کندهار لويه لار د شل کلنې جګړې تر ټولو ډېره خونړۍ او مرګونې لار وه.

 

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پلازمېنې کابل ته ننوتل او افغانستان کې پاتې امريکايي ځواکونه په ډېرې بېړې له دغه هېواده ووتل او تش په نوم د ترهګرۍ ضد شل کلنه جګړه يې په دا ډول پای ته ورسوله.

د کابل-کندهار لويه لار د هيواد جنوب ته غځېدلې او طالبان په همدې مهمې لارې کابل ته ننوتل او ډېر ژر يې خپل لنډ مهالی حکومت اعلان کړ. طالبان اوس له يوې خوا دا هڅې کوي، چې حکومت يې د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت وپېژندل شي او له بلې خوا تر جګړې وروسته د هېواد د بيا رغونې په بېلا بېلو چارو بوخت دي.  

په افغانستان کې اوس حالت څنګه دی؟ زموږ خبريال ايمل همدرد څه موده وړاندې پر يادې مرګونې لارې تر ويجاړو کليو پورې سفر وکړ. 

دا له ميدان ښار نه د کندهار پر لور د کابل کمربند لومړۍ لويه پوسته ده.

 

د دغې پوستې شاوخوا د پخواني حکومت نظامي جامې، د ځان ساتنې زرې واسکټونه او د هاوان مرميو پاتې شوني پريمانه ليدل کېږي.

 

دا له ميدان ښاره د کندهار پر لور لومړۍ لويه پوسته ده او د کابل ښار د ساتنې کمربند هم ورته ويل کيږي. دغې پوستې ته څېرمه په۵۰ متره واټن کې د خلکو کورونه دي،  د پوستې شاوخوا سيمې کې  د تېر حکومت د ساتونکو نظامي جامې، د ځان ساتنې زرې واسکټونه او د هاوان مرميو پاتې شوني پريمانه ليدل کيږي.

د پوستې شاوخوا سيمه کې ښايي چاودېدونکي توکي هم شتون ولري، خو د نږدې کليو ماشومان بيا دلته د ژمي لپاره د سون توکي راټولوي. 

 ماشوم ذبيح الله وايي، مونږ په هره جګړه کې تاوان کړی دی.

 

ماشوم ذبيح الله:

که افغانستان جوړ وای، څوک نه راتلی، جنګ نه وای، جګړه نه وای، دا افغانستان به ډېر جوړ شوی و. دا غرونه چې دي، ماشين او وسايل مو درلودی، پيشرفت به  مو کړی و او زمرد او طلا دا شيان به مو راښکلي وو. مونږه به ولې داسې خوار کېدو، غريب کېدو. جنګ هر مملکت راځي په مونږ يې زده کوي، په افغان يې زده کوي. 

د تېر کال د يو بريد له امله د عيسی خان مېرمن ووژل شوه او له ۵ ماشومانو څخه يې ۴ ټپيان شول.

 

دغه شل کلن جنګ د افغان ماشومانو پر ذهنونو او زړونو ډېره بده اغېزه کړې ده. زموږ خبريال د يادې مرګونې ليکې ته نږدې د يوه کليوال کور ته ورغی، چې په جګړه کې يې د کور مېرمنه وژل شوې او څلور ماشومان يې ټپيان شوي دي. ټپي ماشومانو يې د خبريال د کمرې په ليدو د وسلې ګومان وکړ او وډار شول. پلار يې ويل، چې يوه بچۍ يې پر سر ټپي شوې او لا تراوسه له نابلدو څيزونو سخته وېره لري او د يوې لورکۍ د لاس ګوتې يې پر کور د هاوان مرمۍ د لګيدو له امله پرې شوې دي.

ايمل همدرد د دورانې سيمې له بازار څخه د تېرېدو په ترڅ کې يوه درملتون ته هم ور وګرځېده او د درمل پلورنکي ډاکټر همايون سره يې د تېرې جګړې د حالاتو په پار خبرې وکړې. د ډاکټر همايون په وينا، هغه په دغه ځای کې ۳۰ کاله تير کړي او د شل کلنې جګړې په سختو شيبو کې هم همدلته پاتې شوی دی او د درملتون هرې برخې يې مرمۍ خوړلې دي.

ډاکټر همايون وايي، چې کله به دلته جنګ و، نو هغه به د خونې کونج ته ځان رسولو او په سترګو به يې مرمۍ ليدلې، چې د ناروغانو د شربت بوتلونه به يې ماتول. هغه زياتوي، چې د دې جګړې تعريف ستونزمن دی، لومړی يې بايد انسان تعريف شي. 

د دغه درملتون هره برخه په مرمۍ لګېدلې.

 

ډاکټر همايون وايي:

ټول دردونکي وو، کله به يې چې ډادسن پورته وويشتله، هغه به چې تر بازاره را رسېدله، موټروان به يې لګيدلی و، دلته په دکانونو باندې به ولګيدله او دا وينې به يې ښکته روانې وې ډاډسنې نه. دغه يو مملکت چې په بل مملکت حمله کوي، دا ولې کوي او د دوی هدف څه دی؟ بيا هدف هم لاسته نشي راوړی، دوی پس مانده کيږي، نو په مجموع کې چې هغه چې ډېر پرمختللي دي. 

دا کور په ملي خيل کلي کې د جګړې له امله ړنګ شوی دی.

 

د وردګ ولايت په ملي خيل کلي کې، چې له دې ځايه کابل ته کابو ۷۵ کليومتره لاره ده، د يوې نرۍ ويجاړې شوې کوڅې ښي لور ته د جګړې له امله يو کور ړنګ شوی، چې د رنګينيو خفه څېره يې انسان ته ژړا ورولي. په ديوالونو يې شعر انسان هغه وخت ته بيايي، چې ښايي صاحب به يې په مينه له بچيانو سره وخت پکې تېرولو، خو خبريال (اېمل همدرد) نه و توانيدلی، چې د دې ړنګ کور خاوند پيدا کړي او خبرې ورسره وکړي. 

هېڅوک مالومات نه لري، چې د دغه ړنګ کور خاوند اوس چېرې دی.

 

د دغه کلي يو شمېر خلک د خپلو کورونو په بيا جوړونې بوخت دي.

 

د کلي اوسېدونکی:

دغه بل کور ته زه نشوای تللی، خو دغه حالت مې چې وليده، چې دا (کور) وران دی، نو بيخي داسې شولم. دغه دی اوس هم دغلته کار کوم، چې کله رخصت راشم کور ته، دغلته په دې خپل کور کې لګيا يمه. 

قومي مشر زمرد خطرناک

 

قومي مشر زمرد خطرناک:

موږ ته يې هيڅ تحفه رانه کړه، فقط موږ يې ړنګ کړو، د دې جنګ قرباني موږ شوو، نور يې موږ ته هيڅ شی هم را نه وړل. په دغو شلو کالو جنګ کې په دغه سيمه کې په سلګونه کورونه ړنګ شول، له پنځه سوو تر شپږسوو پورې زموږ خلک شهيدان شول، درې ـ څلور سوه نفره معيوب او زخميان شول.

زموږ خبريال ايمل همدرد په کږليچنو لارو د ماشومانو ښوونځي ته ورغی، د دغو ماشومانو ښوونځی په جګړه کې له منځه تللی، خو بيا هم له لرې سيمې د غره تر لمنې په پښو ور روان وي. په ښوونځي کې ماشومان ډېر وو، د لومړي ټولګي زده کوونکو يې په يخه هوا کې په خاورو کې ازموينه ورکوله او لاسونه يې يخ وهلي وو.

  

په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په تعليمي برخه کې په ميليونونو ډالره مرستې وشوې، خو پلازمېنې کابل ته په نږدې سيمه کې دا ښوونځی نه ميزونه لري او نه هم کتابونه او ښوونکي‌ هم پکې د ګوتو په شمېر دي.

د ياد کلي مشرانو د ملګرو ملتونو يونيسف ادارې ته د نجونو د ابتدايه ښوونځي د جوړولو غوښتنليک ورکړی دی. 

د يونيسف ادارې ته د کلي مشرانو غوښتنليک

 

د متمدنې ټولنو دعوګر په دې باور دي، چې د سړک غځيدنه د تمدن د پيل او ليږد په مانا ده، خو دلته دغه سړک خلکو ته ويجاړۍ او بدمرغۍ ورکړې دي.  

افغانان د خپلو ويجاړو کورونو په بيا جوړونې لګيا دي، خو امريکا له خپلو ملګرونو هېوادونو سره تش په نوم ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کوي.

افغانان د خپل وطن د بيا رغونې په ترڅ کې له سختيو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو امريکا د دغو مظلومو افغانانو ميليارډونه ډالر کنګل کړي دي.

آيا د امريکا ډيموکراسي همدا ده؟

ډاکټر همايون:

زه هم دا فکر کوم، چې دوی ولې حمله کوي په يو مملکت باندې، هغه نيسي يا هم ظلم کوي، يا ټول تار ومار کړي او بيا بيرته تښتي؟ همداسې امريکا په افغانستان باندې راغلله، د دې تعريف بايد دوی وکړي. چې ولې يو مملکت ته ورننوځي او بيا بيرته ووځي بې فايدې، دغه انسان بايد تعريف شي. 

د کلي اوسېدونکی عيسی خان:

زما دا غوښتنه ده، چې خدای دې سوله راولي، امن راولي او خلک اسوده ژوند وکړي، لکه همدا اوس غوندې، داسې ده، چې خلک خوشحاله دي، که د شپې ګرځې او که د ورځې۲۴ ساته امنيت دی.

د ښوونځي مدير همايون:

د اناث طبقې لپاره زما د نړيوالو نه غوښتنه ده، تاسې نه مې غوښتنه ده، چې زموږ غږ تر نړيوالو ورسوئ. چې موږ ته په دغه ساحه کې د تعليم لپاره زمينه سازي وکړي، بلخصوص د اناث طبقې لپاره، تر څو زموږ هغه خويندې چې اوس هم په تمه دي، چې سبا به زما مدرسه جوړيږي، سبا به زما مکتب جوړېږي.