د المپيک لسمه سرمشريزه تر سره شوه
cri2021/12/12 14:19:32
شريکول:

د المپيک لسمه سرمشريزه د ډسمبر پر يوولسمه نېټه تر سره شوه. د دغې سرمشريزې اعلاميه په همدې ورځ د المپيک نړيوالې کمېټې پر رسمي ويبپاڼې خپره شوه. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د سرمشريزې ګډونوال د المپيک او سپورټي لوبو د سياسي کېدو له کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او پر دې يې ټينګار کوي، چې د المپيک نړيواله کمېټه او ټولې المپيک لوبې بايد د سياسي بې طرفۍ ضمانت وکړي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ المپيک ژمنې لوبې به د  نړۍ د ژمنيو لوبو نوۍ زمانه پيل کړي. د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي اسامبلۍ د بېجينګ د المپيک د ژمنيو لوبو په ترڅ کې  اوربند پرېکړه ليک تصويب کړ، چې دغه پرېکړه ليک د چين او د المپيک نړيوالې کمېټې لخوا طرح او د ۱۷۳ غړو هېوادونو لخوا وړاندې شوی وو. د نوموړې سرمشريزې ګډونوال له المپيک لوبو څخه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ملاتړ هرکلی څرګند کړ.

د المپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باغ د دغې سرمشريزې غونډې مشري وکړه او د المپيک نړيوالې کمېټې د اجرائيوي کميسيون، د بېلا بېلو نړيوالو لوبو د ټولنو د مسئولينو او د لوبغاړو کمېټې د مشر په شمول د المپيک لوبو عمده استازو په کښي ګډون درلود.