سږ کال ښايي د چینایانو د هر تن په سر د کورنیو توليداتو ارزښت ۱۲ زرو امريکايي ډالرو ته ورسېږي
cri2021/12/13 11:12:42
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اقتصاد کاري غونډه د ډسمبر له ۸مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د ۲۰۲۱ کال پر اقتصادي چارو بحثونه وشول، د اقتصاد اوسنی حالات پکې تحلیل او د راتلونکي کال اقتصادي چارې پکې ترتیب شوې. 

د یادې مرکزي کمېټې د ماليې کمېسیون مرستیال هان ون شیو په دغه غونډه کې دې ته اشاره وکړه، چې سږ کال د چین د اقتصادي پرمختګ او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول کارونو په نړۍ کې مخکښ ځای نیولی دی. اټکل کېږي چې سږ کال ښايي د چین د کورنیو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې ۸  زیات شي او له ۱.۱ میلیونو یوانو څخه به واوړي. د چین د هر تن په سر د کورنیو توليداتو سږني ارزښت ښايي له ۱۲ زرو امريکايي ډالرو څخه هم پورته شي. (هیله)