د امريکا اقتصاد د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له امله لوی پرمختګ کړی
cri2021/12/13 11:40:53
شريکول:

سږ کال د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له شلمې کليزې سره برابر دی. چين په تېرو ۲۰ کلونو کې خپلې ژمنې په جدي ډول پلې کړي، اقتصاد يې له نړيوال اقتصاد سره ژورې اړيکې ساتلي او خپلې انکشافي ګټې يې ټولې نړۍ ته خپرې کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې د امريکا اقتصاد د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له امله ستره وده او پرمختګ يې کړی دی.

د مالوماتو له مخې، چين په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا د صادراتي توليداتو ۱۱م لوی هېواد و، خو پروسږ کال دغه هيواد د امريکا د صادراتي توليداتو ۳م لوی هدف وګرځېده.
د امريکا او چين سوداګرې کميټې (امريکا) د سږ کال په سپتمبر کې د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې د پلورل شويو امريکايي توليداتو عمومي ارزښت ۳۹۲ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۱مې پېړۍ د پيل په پرتله څه باندې ۲۰ چنده زياتوالی ښيي.

د چين او امريکا تر منځ د معاملو پر له پسې پرمختګ امريکايانو ته زيات کاري فرصتونه برابر کړي او امريکايي مشتريانو ته يې ګټې رسولې دي. چين خپل بازاري چاپيريال ښه کړی او دغې کړنې يې امريکايي شرکتونو ته ډېر زيات باورونه رسولي دي. (شکريه)