تهران: په اټومي تړون کې د امريکې د بيا ګډون مهم شرط پر ايران لګیدلي بنديزونه باید ليرې کړي
cri2021/12/13 11:06:23
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنیو چارو وزارت مرستيال محمد حسین باقري د ډسمبر په ۱۲مه نېټه وويل، که امريکا غواړي د ايران په ذروي تړون کې بيا ګډون وکړي، تر ټولو مهم شرط يې پر ايران لګیدلي غیرقانوني بنديزونه باید ليرې کړي. 

نوموړي په همدې ورځ په ویانا کې له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې د ايران د اټومي مسئلې په هکله د خبرو اترو موخه دا ده چې په ذروي تړون کې د امريکې د بيا ګډون شرایط وټاکل شي. که ښکيلې خواوې د دغو شرایطو په اړه موافقې ته ورسېږي، نو امريکا بیا کولای شي چې اټومي تړون ته راوګرځي، خو په دې جمله کې تر ټولو مهم شرط پر ايران غيرقانوني بنديزونو ليرې کول دي. هغه زیاته کړې، چې په تېرو څو ورځو کې د اړوندو خواوو توپيرونه کم شوي او دا يې یو مهم پرمختګ بللی دی. (هيله)