فضايي درسونه د تنکيو ځوانانو لپاره خورا ګټور دي
CMG2021/12/13 15:34:46
شريکول:



د چين ستورمزلو (جای جه ګانګ، وانګ يا پينګ او يي ګوانګ فو) په دې وروستيو ورځو کې د تيان ګوانګ له فضايي سټېشن څخه د چين تنکيو ځوانانو ته په زړه پورې يو ساعته فضايي درس ورکړ.

د چين ستورمزلو دا لومړی ځل و، چې له ياد فضايي سټېشن څخه يې چيني زده کوونکو ته انلاين درس ورکړ. دوی په دغه يو ساعته لوست کې په فضايي سټېشن کې د کار او ژوند او ځانګړې علمي وضعې او اصول معرفي کړل او له ګډون کوونکو زده کوونکو او ښوونکو سره یې انلاين د نظر تبادلې وکړې.

د چين د ګوانګشي جونګ قوم کورواکې سيمې د نان نينګ ښار او د سه چوان ولایت د ون چوان ولسوالۍ په ګډون د څو سيمو ۱۴۲۰ زده کوونکو په دغه انلاين درس کې ګډون کړی و.

د چين ميډيا ګروپ خبريال د اسيا او ارام سمندر سيمې د فضایي چارو د همکارۍ سازمان له مرستيال سکريتر ډاکتر فرهات اوزرن سره په همدې تړاو مرکه کړې او فضايي چارو په اړه ورسره غږيدلی دی.

ډاکتر اوزرن اوس د اسيا او ارام سمندر سيمې د فضايي چارو د همکارۍ سازمان د سکرتر دنده پر غاړه لري او د فضا د اکتشاف په برخه کې يې د چين پرمختګونو ته تل ډېره پاملرنه کړې ده. د ده په اند فضایي درسونه د اهميت وړ فعاليتونه او د تنکيو ځوانانو د هڅولو لپاره خورا ګټور دي. ښاغلی اوزرن وايي، زما په اند ډېر تنکي ځوانان به وهڅول شي او دا خوب به ولري، چې دوی فضا ته سفر وکړي، نو زما په اند دغه فضایي درسونه د نوي نسل ځوانانو په منځ کې د عملونو او تخنيکونو د مروجولو لپاره ډېر مهم دي.

ډاکتر اوزرن وايي، چې انسانان به په نژدې راتلونکې کې په سپوږمکۍ کې فضایي سټېشن جوړ کړي او په هغه وخت کې به هملته زده کوونکو ته فضايي درسونه ورکړي. هغه وويل ، مونږ به په راتلونکې کې نه يوازې له اوسني فضايي سټېشن څخه، بلکې د سپوږمکۍ له فضايي سټېشن څخه هم زده کوونکو ته فضايي درسونه ورکړو او همدغو فعاليتونو ته به دوام ورکړو.

نوموړی زياتوي، چې چين په دې وروستيو کلونو کې د فضا د اکتشف په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او د چين لاسته راوړنو او پرمختګونو نورو هېوادونو ته ټينګ هوډ او باور ورکړی دی.

 هغه وویل، په فضايي چارو کې د چين پرمختګونو د ترکيې په شمول ډېرو هېوادونو ته يو ښه پيغام ور کړی دی. که مونږ په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړو، نو په دغو چارو کې به نور پرمختګونه هم ومومو. زما په اند دا يو ښه پيغام دی.

ډاکتر اوزرن وايي، چې ترکيه هم  د فضا د اکتشاف لپاره ډېرې هلې ځلې کوي. د ترکيې فضايي چارو ادارې د روان کال په پيل کې يو ستراتيژيک پلان اعلان کړی، چې له مخې به يې دغه هيواد په راتلونکو لسو کلونو کې د فضا د اکتشاف په کارونو لاس پورې کړي، نو ترکيه ښايي په راتلونکې کې په دې برخه کې له چين سره ښې همکارۍ وکړي. هغه وويل، په فضايي چارو کې دغه کارونه، چې د ياد پلان له مخې به د ترکيې له خوا تر سره شي، د چين د راتلونکو پنځو کلنو او لس کلنو چارو سره به په همغږۍ مخ ته لاړې شي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظريو د تبادلې او د دوه اړخيزو همکاريو لپاره احتمالي ښه زمينه برابره کړي.