د زياتو هېوادونو ګوندونو او سازمانونو د ډيموکراتيکې لارې او ګډ پرمختګ اعلاميه خپره کړه
CMG2021/12/13 15:30:58
شريکول:

د ۱۴۰ هېوادونو ۳۵۵ سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې د ډسمبر په ۱۳مه نېټه (( په خپل قوت د ډيموکراتيکې لارې د لټون او يو ځای د ګډ پرمختګ پر لور هڅې)) اعلاميه خپره کړه.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې ډيموکراسي د انسانانو د سياسي تمدن لاسته راوړنه او دايمي چارې دي او په نړۍ کې داسې ډيموکراتيک نظام او پرمختيايي موډل نشته، چې له ټولو هېوادونو سره سمون ولري او يا د ټولو خلکو هيلې پکې منعکس شي. دغې اعلاميې د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د له لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړی او غوښتنه يې کړې، چې د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو تر لارښوونې لاندې دې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وشي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې متنوعيت د انساني تمدن ځانګړتيا او د نړيوال پرمختګ سرچينه ده؛ ځکه په نړۍ کې زياتې ډيموکراتيکې لارې شتون لري او بېلا بېل هېوادونه او سيمې د تاريخ، کلتور، ټولنيز نظام او پرمختګ په برخو کې توپيرونه لري او په نړۍ کې يو داسې ډیموکراتيک نظام نشته، چې د ټولو هېوادونو له غوښتنو سره سمون ولري او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ځواب وايي.

اعلاميې زياته کړې، چې د رنګه رنګ سياسي ميکانيزمونو پر وړاندې د يوازېني معيار غوره والی د ډيموکراسۍ ضد کړنه ده.