چین له جنوب څخه شمال ته نږدې ۵۰ ميليارډه مکعب متره اوبه ليږدولې
cri2021/12/13 11:17:46
شريکول:


د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ډسمبر ۱۲مه نېټه په چين کې له جنوب څخه شمال ته د اوبو د ليږد پروژې د پيل له ۷ کاليزې سره برابره وه. چین په تېرو ۷ کلونو کې د هېواد له جنوب څخه شمال ته کابو ۵۰ میلیارډه مکعب متره اوبه ليږدولي او ۱۴۰ میلیونو کسانو له دغې پروژې څخه ګټې اخيستې دي، برسيره پر دې، د څه باندې ۴۰ منځنیو او لویو ښارونو د ابادۍ بڼې د اوبو د زياتېدو له امله نورې هم ښې شوې دي. 

د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان کې په اشارې ویل شوي، چې د هېواد له جنوب څخه شمال ته د اوبو ليږد پروژې ته به دوام ورکړل شي. (هيله)