د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي افريقا ولسمشرۍ ماڼۍ د ډسمبر په ۱۲مه
نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد ولسمشر سيريل رامافوسا په همدې ورځ د کرونا ټېسټ پايله مثبته ختلې او په خپل کور کې
يې ځان قرنطين کړی دی.
په
دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې رامافوسا د کرونا وبا
واکسين لګولی و او اوس يوازې کم ټوخی لري. د دغه هېواد مرستيال ولسمشر ډاويډ مابوزا
به په راتلونکې اوونۍ کې د لنډې مودې لپاره د ولسمشر چارې پرمخ يوسي. (شکريه)