د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي
کمېټې او دولتي شورا د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په نان جينګ ښار کې د ۲۰۲۱م کال د نان
جينګ په ټول وژنه کې د قربانيانو په ياد د ملي ماتم مراسم ترسره کړل. د يادې مرکزي
کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستیالې صدراعظمې سون چون لان هم په دغو مراسمو کې
ګډون کړی و.
سون چون لان په خپلو خبرو کې وويل، نن ورځ موږ دلته د نان جينګ په
ټول وژنه کې د جاپاني تېروونکو لخوا د وژل شويو کسانو او د جاپان د تيري پر ضد د
مقاومت په جګړه کې د وژل شويو قربانيانو په ياد د ملي ماتم مراسم ترسره کوو او د
تاريخ يادولو، سولې او پرمختګ ته لومړيتوب ورکولو او د راتلونکې ابادۍ پر لور د
چينايانو کلک دريځ اعلانوو. (شکريه)