چين په ۲۰۱۳م کال کې نړيوالو ته د يو کمربند او يوې لارې د
ابادۍ مهم وړانديز وکړ او په تېرو ۸ کلونو کې يې په دې برخه کې ستر برياليتوبونه تر
لاسه کړي دي.
په يادې مودې کې، د چين او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو
هېوادونو تر منځ د مادي سوداګرۍ عمومي ارزښت له ۹۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه
هم اوښتی دی.
چين د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هيوادونو کې په ساختماني
چارو کې کابو ۱۳۶ ميليارډه امريکايي ډالره پانګونه کړې او د يادې لارې د تقويې په
پار يې په هيواد دننه شاوخوا ۶۰ ميليارډه امريکايي ډالره لګولي
دي.
(شکريه)