د تجارت نړيوال سازمان پخوانی عمومي مدير: ټولې نړۍ د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له امله ګټې کړي
CMG2021/12/14 14:51:46
شريکول:

 
د تجارت نړيوال سازمان پخواني عمومي مدير پاسکل لامي په دې وروستيو کې په يوې مرکه کې ويلي، چې نړيوال اقتصاد د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له امله پرمختګ کړی او ټولې نړۍ ته يې ګټې رسولې دي.
لامي له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د تجارت نړيوال سازمان د عمومي مدير په توګه دنده تر سره کړې ده. نوموړي همغه مهال یعنې شل کاله مخکې د تجارت نړيوال سازمان کې د چين د ګډون په پار په ډيالوګ کې ګډون کړی و.
لامي وايي، چې چين د تجارت په نړيوال سازمان کې د ګډون لپاره ډېر کارونه تر سره کړي او د اړوندو وارداتي توکو تعرفي يې د پام وړ کمي کړې دي. نړيوال اقتصاد د تجارت په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له امله ډېر پرمختګ کړی او نورو هيوادونو هم ګټې ترلاسه کړي دي.
چين له نورو هيوادونو تجهيزات او ټکنالوژي وارده کړې او خپل اقتصاد يې پرې رغولی دی او اوس هر څوک کولی شي، چې د نړۍ په هر ځای کې د چين ارزان توکي ترلاسه کړي.
(مينه)