چين: امريکا د شينجيانګ د چارو په پلمه په ریاکارانه بڼه د چين د پرمختګ مخه نيسي
cri2021/12/14 14:09:25
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا يو ځل بيا د شينجيانګ د چارو په پلمه پر چيني شخصيتونو او شرکتونو بنديزونه لګولي، د چين په کورنيو چارو کې يې سخته لاسوهنه او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه يې سخته سرغړونه کړې ده او د چين او امريکا تر منځ اړيکې يې سختې تاوجنې کړې دي. چين د امريکا له دغه ډول کړنو سره ټينګ او کلک مخالفت کوي.

نوموړي وويل، د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي. د شينجيانګ د پرمختګ او ادارې په برخه کې د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه ټولې نړۍ ته ښکاره دي او امريکا د شينجيانګ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د شينجيانګ دچارو په پلمه د چين له مخنيوي څخه د امريکا رياکارانه بڼه څرګندېږي. (شکريه)