د چين د
بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي
غونډه کې وويل، چې چين د هانکانګ، شينجيانګ، تايوان او جنوبي سمندر په اړه ټينګ او
څرګند دريځ لري او د جي ۷ هېوادونو له هغو کړنو سره کلک مخالفت کوي، چې د چين په
کورنيو چارو کې لاسوهنه او بې اساسه تورونه پرې لګوي او ګټې يې زيانمنوي.
د
بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ايليزابيس تروس په دې وروستيو کې د جي ۷ هېوادونو د
بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په تړاو ويلي، چې دوی د چين د هانکانګ، شينجيانګ، ختيځ
سمندر، جنوبي سمندر او تايوان په اړه خبرې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت
وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، د امريکا او بريتانيا نفوس د نړۍ په عمومي نفوسو
کې ۵ سلنه نيسي، اقتصاد يې ډېره وده او پرمختګ کړی، عصري طبي تکنالوژۍ لري، خو په
دغو دوو هېوادونو کې، د کرونا وبا له امله د مړو شمېر په جلا جلا توګه د نړۍ د
مړينې په عمومي شمېر کې ۲۳سلنه او ۱۸ سلنه نيسي.
چين له امريکا، بريتانيا او د
دوی ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې د خپلو خلکو ژوند او روغتيا وساتي او د
ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په پلمه دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې پای
ته ورسوي.
(شکريه)