د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۱۳ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۳ مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۵۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۳۳۷۳۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۶۹۴۶۸۳۱۱ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۳۰۴۲۴۸ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې په پرتله يې شمېر ۶۳۹۸ زيات شوی دی.