لي که چيانګ د نړيوال بانک له مشر سره وکتل
CMG2021/12/14 10:44:55
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر په ۱۳مه نېټه له بيجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال بانک له مشر ډاويډ مالپاس سره وکتل.

لي که چيانګ وويل، چې د چين مرکزي اقتصادي کلنی کاری کنفرانس تازه پای ته رسيدلی دی. په راتلونکي کال کې به د چين اقتصادي کارونه ثابت پرمختګ وکړي. چين د اقتصاد د شاتګ د فشارونو پر وړاندې توان لري چې د اقتصادي پرمختګ عمده هدف پوره کړي. چين غواړي د پانګو او پوهنو په شمول ځېنو برخو کې له نړيوال بانک سره ټينګې همکارۍ وکړي، د پانګو زياتوالي په اړه د انکشاف د نړيوالې ټولنې له خبرو اترو څخه به ملاتړ وکړي او د څو اړخيزم او د نړيوال پرمختګ لپاره به واقعي فعاليتونه تر سره کړي.

مالپاس د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ فعاله ارزيابې کړې او له چين څخه يې مننه کړې، چې د انکشاف د نړيوالې ټولنې د پانګو زياتوالي پلوي کوي او هيله يې ښودلې چې له چين سره دوامداره همکارۍ وکړي او دوستانه اړيکې ورسره ټينګې کړي.