د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د امريکا د هغو کړنو غندنه کوي، چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه يې په افغانستان، عراق او سوريې کې پوځي لاسوهنې کړي دي. چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې په اړه دې پلټنې وکړي او اړوندو مجرمينو ته دې سزا ورکړي.
نيويارک ټايمز د پېنټاګون د لوړ پوړي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې هغه امريکايي پوځيان، چې پر کابل د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې يې لس بې ګناه افغانان وژلي، له هيڅ سزا سره به مخ نه شي.
وانګ ون بين د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د عامو خلکو وژنه د منلو وړ نه ده او د دغه هېواد د ځواکونو دغسې کړنه ډېره بده او د زغم وړ نه ده، چې د مختلفو پلمو له لارې غواړي، دغه مجرمين له پړې او سزا څخه خلاص کړي.