نايجر ته د چين د کرونا وبا ضد واکسين دوهمه جوپه ورسيده
CMG2021/12/14 14:57:37
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له نايجر سره د چين د حکومت مرسته شوی د کرونا وبا ضد واکسين دوهمه جوپه د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد د پلازمينې نيامۍ هوايي ډګر ته ورسيده.د نايجر د روغتيا وزيرې ايلياسو مايناسارا او په نايجر کې د چين سفير جيانګ فنګ د واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.

ايلياسو مايناسارا په خپله وينا کې وويل، چې چين له نايجر سره بې غرضه مرستې کړي او د نايجر د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي. چين له نايجر سره د نيامۍ جامع روغتون د ابادۍ مرسته کړې، په تېرو مسلسلو څو کلونو کې يې نايجر ته طبي ډلې ليږلي او ګڼ شمېر مرستندويه طبي توکي يې ورته برابر کړي دي. نوموړې د دغه هېواد د حکومت او خلکو په استازيتوب له چين څخه مننه وکړه، چې له دغه هېواد سره يې د کرونا وبا ضد واکسين مرسته کړې ده. هغې زياته کړې، چې د کرونا وبا ضد دغه واکسين به د نايجر حکومت د واکسين د تطبيق پلان په پوره کېدو کې پوره مرسته وکړي.