امريکايي ځواکونو د سوريې په ختيځ کې درې ملکي وګړي ووژل
CMG2021/12/14 10:48:53
شريکول:

د سوريي خبري اژانس د ډسمبر په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا زيات شمېر نظامي الوتکو د همدې ورځ په سهار وختي د سوريې په ختيځ د ديرالزور ولايت په باسيرا ښار او شاو خواوو سيمو کې ښکته شوې او زيات شمېر ځايي اوسيدونکي يې له ځان سره وړي دي او  وړلي او په پټيو کې پر ملکي وګړو يې ډېرې ډزې هم کړې دي. د امريکايي ځواکونو د ډزو له  امله د يوې کورنۍ دري بې ګناه کسان ووژل شول.

د مالوماتو له مخې، د امريکايي ځواکونو د الوتکو ناسته د سوريې د کرد وسله والو د YPG په مشرۍ او د سوريې د SDF په مرسته تر سره شوې ده.