سپورټ او المپيک لوبې بايد سياست پسې ونه تړل شي
CMG2021/12/14 13:05:56
شريکول:

امريکا، بريتانيا او ځينو نورو هېوادونو ويلي، چې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو ته خپل استازي نه ليږي، خو چين وايي، د دغو هېوادونو يوه چارواکي ته يې هم په يادو لوبو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې او د دغو هيوادونو چاروکو هسې ډرامه جوړه کړې ده. که د دوی استازي د يادو لوبو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او يا نه، د بېجينګ  پر المپيک لوبو به هيڅ اغېزه ونه کړي.

د المپيک منشور وايي، چې سپورټي لوبې بايد سياست پسې ونه تړل شي او په ناپېلتوب بايد ترسره شي. دغه راز د المپيک لوبو په نوي شعار کې هم د يووالی کليمه ځای شوې ده، خو ځيني هېوادونه ايډيولوژيک تعصب لري او لوبې هم سياست پسې تړي، دغه هيوادونه په حقيقت کې د المپيک  له اصولو څخه سرغړونه کوي او د خپلو لوبغاړو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو ګټې زيانمنوي. د دوی دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره مخامخ ده او د المپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ پدې اړه خبرداری ورکړی، چې  المپيک لوبې په سياست پسې تړل به ډېرې بدې اغېزې ولري.
د المپيک لوبو د اصولو له مخې، د بېلابېلو هېوادونو مشران او چارواکي په المپيک لوبو کې د ګډون لپاره بايد د دغو لوبو د کوربه هېواد د المپيک کمېټې په بلنې د المپيک نړيوالې کمېټې په سيستم کې نومونه ثبت کړي. ځينو هېوادونو د چين بلنه نه ده ترلاسه کړې، خو په دغو لوبو کې يې د خپلو مشرانو او چارواکو د نه ګډون اعلان کړی او پدې سره غواړي، چې د چين ضد ډلو په همکارۍ خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ د چين د پرمختګ مخه ونيسي او بدنام يې کړي.

المپيک لوبې د سياستوالو لپاره د تمثيل او نندارې صحنه نه، بلکې د ټولې نړۍ د لوبغاړو او د يخ لوبو مينوالو لپاره لويه ميله ده. د امريکا، بريتانيا او ځينو نورو هېوادونو مخالفې څرګندونې دغه لويه سپورټي ميله پر سياسي صحنې نه شي بدلولی.

د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د المپيک نړيوالې کمېټې لخوا رابلل شوې المپيک سرمشريزه کې بېلابېلو ګډونوالو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د المپيک لوبو له سياسي کېدو سره يې مخالفت او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هغه پرېکړه ليک هرکلی يې  کړی، کوم چې د ۱۷۳ هېوادونو لخوا وړاندې شوی او پکې غوښتنه شوې، چې د المپيک لوبو په موده کې دې په نړۍ کې اوربند وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس او د روسيې ولسمشر ويلي، چې دوی به د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي. برسيره پردې د چين د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ډېرو هېوادونو مشرانو او چارواکو هم په دغو لوبو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. د کوريا جمهوريت( جنوبي کوريا)، جنوبي افريقا، وينزويلا او يو شمېر نورو هېوادونو هم له بېلابېلو لارو چارو له دغو لوبو څخه ملاتړ څرګند کړی دی. اروپايي ټولنې هم په خپله اعلاميه کې څرګنده کړې، چې المپيک لوبې بايد د سياسي پروپاګند وسله ونه ګرځي.

د دې ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو دغو لوبو ته علاقه او تمه ښودلې ده. د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د شمېرنې له مخې، د نومبر تر اوولسمې نېټې پورې د اروپا، امريکا، کاناډا، استراليا او نوي زيلنډ المپيک کمېټو د لوبغاړو د راجسټر لپاره  تر ۱۴۰۰۰ زيات غوښتنليکونه وړاندې کړي، چې پکې ۱۵۲۸غوښتنليکونه د امریکا د المپيک کمېټې لخوا وړاندې شوي دي. روسيې ويلي، چې دغو لوبو ته به ۴۵۰ کسيز پلاوی وليږي، چې ۲۱۶ لوبغاړي به هم پکې شامل وي.

 

په چين کې اوسمهال المپيک ژمنيو لوبو ته د تياري هڅې روانې دي. د روان کال له اکتوبر څخه تر ډسمبر پورې په دغه هېواد کې ۱۰ نړيوالې ټېسټ لوبې او ۳ نړيوالې روزنې ترسره شوي او څه باندې ۲۰۰۰ بهرنيو لوبغاړو او چارواکو پکې ګډون کړی و.  د فرانسې د سکي  لوبغاړې تريس پوچي هم له دغو لوبغاړو څخه يوه ده، نوموړې په چين کې د سکي وهلو لوبو تاسيسات باکيفيته  بللي او هيله يې  ښودلې، چې په دغو لوبو کې به ښې نومرې ترلاسه کړي.

په نړۍ کې پدې وروستيو کې کرونا وبا لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او په ځينو سيمو کې تاوتريخوالی هم روان دی، نو په داسې حال کې د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې به نه يوازې يوه لويه سپورټي ميله وي، بلکې يووالي، سولې او دوستۍ ته د ټولې نړۍ د خلکو د ليوالتيا ښکارندويي به هم وکړي. امريکا، بريتانيا او ځيني نور هېوادونه د المپيک لوبو د لويې کورنۍ استازيتوب نه شي کولی، ځکه د دغو لوبو ښايست او برياليتوب د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده !