د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د نړيوال سمندري ټرانسپورټ او هوايي ټرانسپورت چارې ځنډيلي او يا هم ټکنې شوې دي، خو د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر بيا زيات شوی او دغو اورګاډيو د نړيوال توليدي ځنځير او عرضي ځنځير د ثبات په ساتلو کې مثبت رول لوبولی دی.
د شمېرنې له مخې، په روان کال کې د هورګوس بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر تر ۶۰۰۰ اوښتی دی.
له روان کال راهيسې د هورګوس بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر د تېر کال د عمومي شمېر په پرتله زيات شوی او د دغو اورګاډيو د مالونو وزن ۸ ميليونو او ۵۳۴ زرو ټنو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳۸.۱ سلنه زياتوالی ښيي.