د ملګرو ملتونو نفوسو صندوق په بحرانونو کې د ښځو او نجونو لپاره مرستې راټولوي
CMG2021/12/14 10:46:27
شريکول:

د ملګرو ملتونو د نفوسو صدوق د ډسمبر په ۱۳مه نېټه له خلکو څخه د بشري مرستو غوښتنه وکړه او هيله يې ښودلې، چې په ۲۰۲۲ م کال کې په بحرانونو کې د لا ګيرو ښځو او نجونو لپاره ۸۳۵ ميليونه ډالره پيسې راټولې کړي.

دغه صندوق ويلي، چې د نښتو، د کرونا وبا، اقليمي بدلون او سختو طبيعي مصيبتونو له امله په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو غوښتنې زياتې شوې دي. لا زيات شمېر وګړي بې کوره شوي او د ژوند لپاره خدمتونه نه شي  تر لاسه کولی، دغه راز ډېرو ښځو او ماشومانو ته ، چې په خپله خوښه ژوند نه شي کولی، سخت زيانونه رسيدلی. ياد صندوق د دغو غوښتنو د پوره کولو لپاره پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې په ۶۱ هېوادونو کې څه باندې ۵۴ ميلونو ښځو، ماشومانو او ځوانانو ته مرستې برابرې کړي.