په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۰۳۱۶۲۲ ته رسېدلی
CMG2021/12/15 15:05:11
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۱۴ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۴ مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۳۹۵۵۶۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۷۰۰۳۱۶۲۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۳۱۰۵۰۲ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې په پرتله يې شمېر ۵۳۱۲ زيات شوی دی. 

(مينه)