کابل کې ماين چاودنې يو تن وژلی او دوه نور يې ټپیان کړي
CMG2021/12/15 10:20:53
شريکول:

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزارت معين د ډسمبر په ۱۴ مه نېټه خبري رسنيو ته وويل، چې د همدې ورځې د ماسپښین په دوو بجو او لسو دقيقو د کابل ښار په اتمې امنيتي حوزې کې د ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

تر دا مهاله د دې چاودنې مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.