د امريکايي ډيموکراسۍ پر وړاندې شته ستونزې
cmg2021/12/15 12:37:58
شريکول:

د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه پای ته ورسېده، خو کومې لاسته راوړنې نه لري. نړيوالې ټولنې له اوله پر دغې غونډې شکونه لرل، ځکه سپينې ماڼۍ غوښتل، چې د دې سرمشريزې له لارې د ډيموکراسۍ په برخه کې خپل لارښوونکی مقام ټينګه کړي، خو پایله يې دا شوه، چې امريکا د ډيموکراسۍ پردې تر شا سياسي موخې لري او دغه شوم نیت يې څرګند او موخه يې پوره نشوه.

ډيموکراسي يوه يوناني کليمه ده، چې ډيمو خلک او کراسي نظام ته وايي، یعنې په دې مانا چې د وګړیو اړتیاوو ته بايد لومړیتوب ورکړل شي او خلک بايد پخپله انتخاب وکړي، خو ايا امريکايي شکله ډيموکراسي دا ټکي په خپلې لمنې کې رانغاړي؟

امريکا ځان د نړۍ مشر بولي او غواړي، چې د نړۍ ټول هېوادونه يې لارښوونې ومني او تطبيق يې کړي، خو په دغې تش په نوم ډيموکراتیکې سرمشريزې کې يې رياکارانه حالت په ډاګه شو.


کله چې جو بایډن له سپینې ماڼۍ څخه د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزې ته وینا کوله، ډېر امريکايان د ملګرو ملتونو د مقر پر وړاندې لاریونونو ته راوتلي وو او دوی پر بینرونو ليکلي وو، چې د امريکې ډيموکراسي وژغورئ!

ډېرو لاریونوالو تورې جامې پر تن کړې وې او له ځان سره يې یو تابوت هم روان کړی و او د امريکې د ډيموکراسۍ د ښخولو مراسم يې ترسره کړل.

لاريونوالو شعارونه ورکول، چې امريکايي شکله ډيموکراسي مړه شوې او د سپينې ماڼۍ مشران بايد دغه حالت درک کړي.

امريکا د نړۍ تر ټولو پياوړی او ځواکمن هېواد بلل کېږي، خو په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۵۰ میلیونو څخه زیات شوی او شاوخوا  ۸ لکه امريکايان د دغې وبا له امله مړه شوي دي او دغه دواړه شمېرې په نړۍ کې د نورو هيوادونو په پرتله ډېرې زياتې دي.

د امريکې د دوو لویو سياسي ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو او ټکر او د ساینس ضد کړنو له امله په دغه هيواد کې کرونا وبا په چټکۍ خپريږي او داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي د خپلو وګړو ژوند او ګټو ته پاملرنه نه کوي او په خپلو سياسي ګټو پسې لالهانده دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې ليکنې کې ويلي، چې د امريکې ځينو چارواکو هم دا منلې، چې د هيواد د سياسي چارو د سختېدو، نژادي تبعیض او اختلافاتو، د خلکو د رایګیرۍ حقونو د محدودېدو په شمول د یو لړ نورو لاملونو له امله، د امريکې ډيموکراسي زیانمنه شوې ده. د امریکې د ډوکي پوهنتون د عامه تګلارو او سياسي چارو پروفيسر بولوس وايي، چې د امريکې د ډيموکراسۍ نظام د بنسټيزو اصولو پر وړاندې ډېرې ستونزې لري، په دغه هيواد کې د خلکو د رايګيرۍ حقونه محدود شوي او مشهورو کسانو او ځايي چارواکو ته د وژنې ګواښونه کېږي او داسې ښکاري، چې د امريکې ډيموکراسي ډېره زیانمنه شوې ده.


                                                                    

د امريکې په کور دننه د ډيموکراسۍ حالت ډېر د انديښنې وړ دی، خو د دغه هېواد مشران بيا هم غواړي، چې د ډيموکراسۍ پردې تر شا سياسي موخې عملي کړي او ډېرو هيوادونو د امريکايي چارواکو پر دغې کړنې نېوکې کړي او مخالفت يې ورسره ښودلی دی.

د سلوادور ولسمشر نایب بوکيلي  د روانې میاشتې په ۹مه نېټه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي وو، چې په کوم هېواد کې د امريکې د کړنو موخه د ځايي ډيموکراسۍ هڅول نه دي، بلکې د ډيموکراسۍ پردې تر شا خپلې موخې لري او د امريکې دغه رياکارانه کړنې په نړۍ کې هېڅ اعتبار نه لري.

په چین کې یو متل دی، وايي، د تابوت په نه ليدو اوښکې نه ځي، یعنې يو څوک پر ناسمې لارې ټينګار کوي، خو د ناکامۍ په درشل کې بيا وروسته خپله تېروتنه پېژني.

لاریونوالو د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزې په ترڅ کې له ځان سره تابوت ليږدوه او دا د دې ښکارندويي کوي، چې په امريکې کې د ډيموکراسۍ ستونزې ډېرې سختې دي او په نږدې وخت کې يې بايد حل کړي.

 د امريکې چارواکي بايد حقيقت درک کړي او سمدلاسه بايد اغېزمن تدبيرونه ونيسي.