د جاپان د کيودو نيوز سرويس د
ډسمبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د سمندر د څيړنې او انکشاف ارګان يو
پلټونکي په دې وروستيو کې د يو څېړنيز راپور په خپرولو سره ويلي، چې د جاپان حکومت
د فوکوشيما برېښناکوټ راډيو اکتيف مايعات ((سيسيوم -
۱۳۴)) (Cesium-134)په ارکتيک سمندر کې خوشې کړې دي. دا لومړی ځل دی، چې جاپان په ارکتيک سمندر کې د
فوکوشيما برېښناکوټ راډيو اکتيف اوبه خوشي کړي دي، که څه هم اندازه يې لږه ښودل
شوې، خو د دغه پلټونکي په اټکل، راډيو اکتيف مادې د ارکتيک سمندر منځنۍ سيمې ته د
خپرېدو په حال کې دي او يو بل ډول راډيو اکتيف مادې ((سيسيوم - ۱۳۷)) (Cesium-137)هم په
دغه سمندر کې خپرې شوې دي. (شکريه)