د چين موټر صنعتي ټولنې د ډسمبر
په ۱۴مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې سږ کال به په چين کې د موټرونو د
پلور شمېر کابو ۲۶ ميليونو او سل زرو ته ورسېږي او دغه رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله
۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
له اټکل سره سم، راتلونکې کال کې به په چين کې د موټرونو د پلور شمېر ۲۷ ميليونو او ۵ سوو زرو ته او د سوارلۍ موټرونو د پلور شمېر د زياتوالي انډول به ۸ سلنې ته پورته شي او ښايي د نوې انرژۍ موټرونو د پلور شمېر ۵ ميليونو ته ورسېږي. (شکريه)