روسي او فرانسوي ولسمشرانو د بلاروس د کډوالو بحران په اړه خبرې وکړې
CMG2021/12/15 10:33:22
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره د بلاروس او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ د سرحدي سيمې د کډوالو بحران او د اوکراين وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې.

کريملين ماڼۍ خبر ورکړی، چې پوتين له خيل فرانسوي سيال سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې پولنډ او د بالتيک سمندر پر غاړه پرته هېوادونه د کډوالو د ساتنې له نړيوالې وظيفې څخه سرغړونه کوي او بايد د بشر پالنۍ پر بنسټ د بلاروس او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ د سرحدي سيمې د کډالو بحران حل کړي. نوموړي وړانديز کړی، چې اروپايي ټولنه او بلاروس دې د کډوالو بحران د حل و فصل لپاره مستقيم تماسونه ونيسي.

هغه د اوکراين په اړه ويلي، د دغه هېواد حکومت د يو لړ لوېديځو هېوادونو په مټ د ختيځې سرحدي سيمې حالات په لوی لاس نور هم پيچلي کوي او عصري وسلې په اوکراين کې ځای پر ځای کوي، چې مستقيماً د روسيې امنيت تهديدوي. نوموړي زياته کړې، چې ختيځ ته د ناټو د لا نفوذ د مخنيوي او د روسيې په ګاونډيو هېوادونو کې د خطرناکو وسلو د پاکولو لپاره دې نړيوالې بېړنۍ خبرې اترې تر سره شي. (شکريه)