چين د امریکا د دفاع وزير هغې پرېکړې ته غبرګون وښود، چې د لسو افغان وګړو وژونکو ته سزا نه ورکوي
CMG2021/12/15 15:17:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د ډسمبر په ديارلسمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د زورزياتي کړنې هیچا ته د منلو وړ نه دي، خو امريکا په بېلابېلو پلمو مجرمين له سزا څخه معاف کړي او دغه کړنه يې بيخي د منلو وړ نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا دفاع وزير لويډ اسټين د روانې مياشتې په ۱۳ مه نېټه په خپلو خبرو کې هغو پوځيانو ته د سزا د نه ورکولو خبره وکړه، چې په کابل کې يې د بېپيلوټه الوتکې بريد کې د يوې کورنۍ لس غړي وژلي دي.

ښاغلي وانګ ون بين پدې اړه زياته کړه، چې امريکايي مشرانو په ډيموکراتيکه سرمشريزه کې پرډيموکراسۍ ډېرې خبرې وکړې، خو هیچا دا جرائت ونه کړ چې، چې په يادې سرمشريزې کې د امريکايي ځواکونو لخوا يو وژل شوی بې ګناه کس ياد کړي او يا د هغه د کورنۍ شکايت او فرياد د ټولو تر غوږونو ورسوي او همدا د امريکايي ډيموکراسۍ د اصلي بڼې ښکارندويي کوي.