د چين د شمېرنې ملي ادارې وياند فو لينګ هوی د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته په تېر نومبر کې د چين د ملي اقتصاد په اړه معلومات ورکړل او و يې ويل، چې په تېر نومبر کې د دغه هېواد ملي اقتصاد د ثبات تر څنګ ښه پرمختګ کړی دی.
په تېر نومبر کې د چين د لويو صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د اکتوبر مياشتې په پرتله صفر اعشاريه درې سلنه او د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله درې اعشاريه اته سلنه زياته شوې ده.
په نومبر کې د چين د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۳۷۱۶ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه يوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله شل اعشاريه پنځه سلنه زياتوالی ښيي.
د روان کال په تېرو يوولسو مياشتو کې د دغه هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر ۱۲ ميليونو او ۷۰ زرو تنو ته رسيدلی، چې دا رقم له ټاکلي وخت مخکې د روان کال موخې ته رسيدلی دی.